د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری ويب پاڼې التوافق یې نقلوی چې په هم دې حال كې پرون هم د آل خليفه رژيم مزدورانو د خلكو په ځپلو سره په لسګونه كسان ټپيان كړل .
د بحرين خلكو د نبيل الرجب او عبد الهادی الخواجه په څير د حقوقی فعالانو او خلكو خوشی كيدو لپاره مظاهرې كړې وې .
مظاهره كوونكو د آل خليفه له رژيمه د امريكا ملاتړ هم وغانده او له دې هيواده ېې د امريكا د پنځمې بیړۍ د وتلو غوښتنه وكړه .
د تهران خلكو هم د جمعې لمانځه له اداء كولو وروسته د بحرين د خلكو د ملاتړ په موخه پراخې مظاهرې وكړې.
مظاهره كوونكو پدريو ژبو عربی ، فارسی او انګليی پلاكارډونه لیږدول او له عربستان سره ېې د بحرين د يو ځای كيدو امريكايی طرحه په كلكه وغندله.
1010689