IQNA

په بمبۍ كښې د امريكې په خلاف د هند مسلمانانو مظاهرې

23:42 - May 18, 2012
د خبر لمبر: 2328539
د فكر او علم ډله: د هند د مهاراشټرا صوبې په بمبۍ ښار كښې مسلمانانو د امريكې او صهېونيزم لخوا له اسلام نه د ويرولو او د مسلمانانو په خلاف د سازشونو په خلاف نن د غوئی د مياشتې په ٢٩ نېټه پراخې احتجاجی مظاهرې وكړې.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د بمبۍ د ښار مسلمانانو د دغه ښار د دينی علماؤ، د مدرسو د مسئولانو او زده كوونكو او دينی تنظيمو په ملګرتيا سره د امريكې او صهيونېسټ رژيم په خلاف پراخې مظاهرې وكړې.
د دغه رپوټ له مخې احتجاج كوونكو نن د جمعې له نمانځه نه پس د دغه ښارپه ازادی سكوائر كښې راغونډ شول او له اسلام نه د ويرولو لپاره او د مسلمانانو په خلاف د نړيوال استكبار د دسسيو په غندلو سره د امريكې او نړيوال صهيونېزم په خلاف نعرې ووهلې.
يادونه كیږی چې په دې وروستيو كښې دا خبره په ډاګه شوې ده چې امريكائی فوځ د زدكړې د يوې دورې په جوړولو سره اسلام د دغه هېواد د يو دښمن په توګه انځور كړے دے.
په دغه فوځی درسی دوره كښې د نړۍ د مسلمانانو په خلاف د هر اړخيزه جنګ منجمله د مكې او مدينې په مقدسو ښارونو باندې د احتمالی حملو او د مسلمانانو غېر فوځی نفوسو له ختمولو څخه ملاتړ شوے دے
1010503

captcha