د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «CPI» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ. د صهيونېسټ مېشته ښارګی يوه ډله كسان د اسرائيلو د رژيم له يو شمېر چارواكو سره پرون سهار د باب المغاربه له لارې د الاقصی مبارك جومات انګڼ ته داخل شول او پكښې وګرځېدل.
د الاقصی د اوقافو او ميراث د موسسې وياند محمود ابوعطا د اورپكو يهوديانو او صهېونېسټانو لخوا د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې د بې حرمتۍ په غندلو سره وويل: د صهيونېسټ مېشته ښارګی يوه ډله كسان د اسرائيلو د رژيم له يو شمېر چارواكو سره پرون سهار د باب المغاربه له لارې د الاقصی مبارك جومات انګڼ ته داخل شول او پكښې یې په اشتغمال انګيزه توګه وګرځېدل.
هغۀ د خپلې وېنا په يوه بله برخه كښې پخلے وكړ چې دغه ټول اقدامات د قدس شريف او مسجدالاقصی د يهودی كولو او د دغه ښار د اسلامی او عربی تشخص د ختمول په هدف سره ترسره كیږی.
1010534