د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لبنان چاپ ((الانتقاد)) ورځپاڼې په نقل سره د بحرېن د شيعه مسلمانانو مشر ايت الله شېخ عيسی قاسم چې د منامې د ((الدراز)) سيمې د امام صادق (ع) نومې جومات كښې یې د جُمعې د نمانځۀ خطبې وركولې څرګنده كړه: نن خلق د فارس خليج د همكارۍ د شورا د غړيو هېوادونو د اتحاد د شكيل په باره كښې د خپلې راې له څرګندولو څخه بې برخې شوی دی او دغه اتحاد يو ظالمانه او د ټولو نړيوالو ژمنو، قوانينو او اصولو مخالف دے.
ايت الله شېخ عيسی قاسم په دوام كښې زياته كړه: په يوه مسئله كښې د ملتونو څنګته كول او د هغوی په وروستی نظر باندې سترګې پټول تر دې حده برخليك ټاكوونكی او د قانون، عقل او عامو نړيوالو اصولو له نظره ظالمانه چاره ده او دغه اتحاد پكار نۀ دی د ملتونو له نظر نه بغېر تشكيل شی.
د منامې د جمعې خطيب د خپلې وېنا په يوه بله برخه كښې په بحرېن كښې د جوماتونو رنګولو ته پاملرنه وكړه او وې ويل: آل خليفه په اسلامی ملك كښې د حضرت ابوطالب نومې جومات په شمول د جوماتونو ورانول د خپل وياړ سبب بولی.
1011228