IQNA

له مصر نه بهر د ولسمشرۍ په انتخاباتو كښې د اسلام پالو وړاندې والے

23:11 - May 19, 2012
د خبر لمبر: 2329366
نړيواله ډله: له مصر نه بهر د دغه هېواد د ولسشمرۍ د انتخاباتو پاې د اسلام پالو نامزدو د وړاندې والی بيانوونكې ده.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مصر چاپ ((اليوم السابع)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: له مصر نه په بهر كښې د مېشته مصريانو د ولسمشرۍ د خاصو انتخاباتو په ختمېدو سره اسلام پالی نامزد كسان د دغو انتخاباتو وړاندينی كسان دی.
په الجزائر او نائجېريه كښې د ووټونو شمېرنه ښودنه كوی چې دوو تنو اسلام پالو عبدالمنعم ابوالفتوح او محمد مرسی زياتره راې ترلاسه كړی دی.
احمد شفيق ،حمدين صباحی او عمر موسی هم په الجزائر كښې د مصر د ولسمشرۍ په انتخاباتو كښې په ترتيب سره له دريمې څخه تر پينځمې پورې رتبې حاصلې كړی دی.
په نائېجيريه كښې هم باخبرو سرچينو وويل په دغه هېواد كښې عبدالمنعم ابوالفتوح او محمد مرسی مساوی راې ترلاسه كړې او له نورو نامزدانو سره په پرتله كښې وړاندې دی.
په افريقا براعظم كښې محمد مرسی او په يورپ او د افريقې په شمال كښې عبدالمنعم عبدالفتوح زياتې راې ترلاسه كړی دی.
دغه انتخابات په ټوله دنيا كښې د مصر په سفارتخانو او كنسولګريو كښې وشول او د مصری چارواكو په قول په ټوله دنيا او په تېره بيا په سعودی عرب، كويت او اماراتو كښې یې خلقو تاود هركلے وكړ.
1011140
captcha