IQNA

د رياض حكومت د څه په اړه فكر كوی؟

18:33 - May 20, 2012
د خبر لمبر: 2330126
بين المللی ډله: سعودی عربستان اراده لری چې په اتحادئې باندې د فارس خليج د همكارۍ د شوری په بدلولو سره د اسلامی بيدارۍ د څپې په وړاندې د پاچاهی حكومتونو لپاره يو امنيتی بند وتړی، حال دا چې دغه طرحه دومره كچه ده چې حتی د عربستان سره هميشه متحدو واكمنانو ورسره په ډاګه مخالفت كړے دے.
په اتحادئې باندې د فارس خليج د همكارۍ د شوری د بدلولو او حتی د عربستان او بحرين د اتحاد په هكله د آل سعود د شيخانو طرحه په مينځنی ختیځې كښې د وروستيو ډيرو مهمو موضوعاتو څخه ده. هغه طرحه چې د ايران او د فارس خليج د څنډې د هيوادونو لانجې زياتوی.
د دغې موضوع د څیړنې لپاره پكار دی دريو ټكو ته خاصه پاملرنه وكړو.
١: د دغې طرحې له تدونولو او بيانولو څخه د رياض انګيزه.
٢: د هغې د ترسره كيدو يا نه ترسره كيدو څرنګوالے.
٣: په سيمه كښې د دغې طرحې نتايج او پائيلې او د اړوندو هيوادونو سفارتی تعلقات.
په حقيقت كښې د دغې طرحې له بيانولو څخه د رياض انګيزه څه ده؟ هغه څه چې له هرڅه مخكښې ذهن ته راځی، په سيمه كښې د آل سعود د نفوذ د دايرې د حفاظت لپاره كوشش او د عربی هيوادونو د دوديزې اډې او مركزيت د له لاسه نه وركولو په موخه د مينځنی ختیځ د نورو قطبونو سره د سيالۍ په لار كښې يو حركت دے. خو په حقيقت كښې د عربستان انګيزه له دې نه يو اوچت او بيل څيز بللې شو.
په دې معنی چې د آل سعود شيخان نه يواځې په سيمه كښې د خپل تسلط او مركزيت د ټينګولو او ساتلو په لټه كښې دی بلكې په تيره بيا د فارس خليج د څنډې د اميرميشتو ترمينځ د خپل نفوذ د سيمې زياتولو ته هم پام كوی څو د ايران او په تيره بيا د تركیې سره په سيالۍ او رقابت كښې پاتې را نشی كومه چې د مينځنی ختیځ د نوی مشر په توګه د زيات نه زيات رول لوبولو په لټه كښې ده. 1011361
captcha