د «On Islam»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: عثمان د روانې غوئی د مياشتې په ٢٩ نیټه د »(Indian Express) ورځپاڼې سره په مركه كښې اعلان وكړ چې يو مهم كال ورته په وړاندې پروت دے او په دغه كال كښې د سلطنتی جشن او د اولمپيك مقابلو ترسره كيدل يوه داسې موقع ده چې كوې شی خپلې توانمنۍ څـرګندې كړی.
دوی زياته كړه: (اراده لرم چې خپل فعاليتونه له ټولنو څخه په كتنې او د لسټر د ښاروالۍ د كارنامې په ښه كولو باندې متمركز كړم او ډير وياړ كوم چې د لسټر د ښاروال په پوسټ باندې ګمارل كيدونكے وړومبې مسلمان يم ځكه چې په دې څوكۍ باندې كولې شم د دې ښار د مسلمانانو لپاره لاښه شرائط برابر كړم.
عثمان په كينيا كښې زیږيدلے او په كال ١٩٧١ كښې ئې بريطانیې ته هجرت كړے دے. دۀ په ١٩٩٦ كال كښې د لسټر ښار د شورا سره په ملګری كيدو سره د دغې شورا د يوغړی په توګه خپل فعاليت پيل كړ. 1011430