د «On Islam»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د نائجيريا د مسلمانانو د تعاون د جميعت رئيس داوود عمران مولاسان اعلان وكړ: د (صدای امت) يا (راډيو قدس) په نامه دغه راډيوئی چينل د نائجيريا وړومبې اسلامی راډيو دے چې په نائجيريا كښې د څه باندې يو ميليون اوريدونكو لپاره په ښه كيفيت او غږ سره د اسلامی پروګرامونو د وړاندې كولو په موخه جوړ كړې شوے دے.
د دغه راډيو مديرانو ووئيل چې د دغه راډيوئی چينل له پيلولو څخه اصلی هدف د هغو ناسمو تصوراتو سمول دی چې د عيسائی رسنيو له خوا رواج شوی دی كومې چې په دغه هيواد كښې رسندوئی اكثريت لری.
مسلمانان د نائجيريا د ١٤٠ ميليونی نفوسو او آبادۍ ٥٥ فيصده تشكيلوی او د دغه هيواد ٤٠ فيصده خلك عيسايان دی.
د نائجيريا مسلمانان له كلونو راهيسې د اسلام او د دغه دين د منونكو په نسبت د خپل هيواد د تعصباتو په نسبت معترض دی. 1011481