IQNA

په سوريه كښې د حضرت رقيه (س) په حرم باندې د حملې لپاره د وهابيانو ګواښ

20:15 - May 20, 2012
د خبر لمبر: 2330151
بين المللی ډله: يوې باخبرې سوری سرچينې په دمشق كښې د حضرت رقيه (س) په پاك حرم باندې د حملې په اړوند د وهابيانو د ګواښونكی پيغام خبر وركړ.
د نون خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د سورئې دغې باخبرې سرچينې اعلان وكړ: د ترهګرو وهابيانو له خوا د حضرت رقيه (س) د پاك حرم د توليت يا مينجور لپاره د فيكس له لارې يو پيغام لیږل شوے دے او په دغه پيغام كښې پردغه زيارتی ودانۍ باندې د حملې ګواښ شوے دے.
د دغې سرچينې په وينا په دغه پيغام كښې د حضرت رقيه (س) په حرم باندې د ترهګرانه حملې په وخت په دمشق كښې د شيعه مسلمانانو د قتل او وژلې د زياتيدو ګواښ شوے دے.
د حضرت رقيه (س) د پاك حرم توليت يا خدمتګار ته دا ګواښونكے پيغام په داسې حال كښې لیږل شوے دے چی د وهابی ډلو له خوا په سوريه كښې د شيعه مسلمانانو پرخلاف د تاؤ تريخوالی څپه زياته پراخه شوې ده او د وهابيانو په تازه جنايت كښې د حضرت رقيه (س) نومی جومات امام شهيد شو.
د دغه رپورټ له مخې: د وهابيانو له ترهګرانه اقداماتو څخه د حضرت رقيه (س) د حرم د حفاظت په موخه سخت امنيتی تدابير د اجرا كيدو په حال كښې دی او امنيتی ځواكونه د دغه حرم په اطرافو كښې ځائې پرځائې شوی دی. 1012115
captcha