IQNA

د قرآن رېډيو ډائرېكټر د اواز نړيوال فېسټيوال اېوارډ د بحرېن خلكو ته وركړے شو.

23:30 - May 20, 2012
د خبر لمبر: 2330217
د قرانی فعاليتونو ډله: د قران رېډيو چېنل ډائرېكټر د اسلامی بېدارۍ اېوارډ چې د اواز په نړيوال فېسټيوال كښې یې حاصل كړے ؤ د بحرېن له مظلومو خلقو څخه د ملاتړ په خاطر هغوی ته ډالۍ كړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د رېډيو د دولسم نړيوال فېسټيوال او د اواز د پينځمې نړيوالې غونډې وروستی مراسم وړمه ورځ د غوئی دمياشتې په ٢٩ نېټه د ايران د اسلامی جمهوريت د رېډيو او ټيلی ويژن د قائمقام په شتون سره د كاميابو كسانو په معرفی كولوسره په زېبا كنار ښار كښې جوړ شول چې په دغو مراسمو كښې د قران رېډيو د ډائرېكټر محمد حسېن محمدزاده د اسلامی بېدارۍ په ډګر كښې د دغه رېډيوئی چېنل د موثر شتون په دليل قدرونه وشوه.
د اسلامی بېدارۍ په برخه كښې د فېسټيوال اېوارډ د قران رېډيو ډائرېكټر ته ډالۍ كړے شو، ځكه چې دغه رېډيوئی چېنل د هغو وړومبنيو چېنلونو برخه وه چې په ٩٠ هجری نمريز كال كښې د اسلامی بېدارۍ د څپې په شروع كښې د ((قران، د بېدارۍ كتاب)) تر عنوان لاندې يوه پراخه طرح وړاندې كړ او څو ګېنټې پروګرام یې دې موضوع ته مختص كړ.
همدارنګ محمد زاده په مهرتابان په سهارنی پروګرام كښې په ګډون سره د اسلامی بېدارۍ په عنوان سره د فېسټيوال اېوارډ له خپل او په قران رېډيو كښې د خپلو ملګرو لخوا د بحرېن مظلومو خلقو ته چې د اسلامی بېدارۍ لپاره خپلو مبازرو ته دوام وركوی د بحرېن د خلقو له اسلامی بېدارۍ څخه د ملاتړ د اعلان په هدف سره ډالۍ كړ.
1011244
captcha