د ايران د اسلامی جمهوريت د محصيلينو د قرانی فعاليتونو د تنظيم مشر او د مسلمانو محصيلينو د قران د نړيوالو سياليو د څلورمې دورې سېكتر حجت الاسلام والمسلمين سيد مهدی تقوی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دغو سياليو د اجرائی چلند په حقله د يو رپوټ د وړاندې كولو په ترڅ كښې وويل دغه سيالۍ به د روان هجری نمريز كال د وږی دمياشتې له ٢٢ نه تر ٢٦ نېټې پورې په تبريز ښار كښې جوړیږی.
هغۀ په دوام كښې وويل: د دغو سياليو پرانېسته د حضرت امام جعفر صادق (ع) د شهادت له ورځو سره سمون خوری چې په حقيقت كښې دې موضوع ته پاملرنه ده چې د هغه حضرت په زمانه كښې شيعه فقهې پراختيا ومونده. او هغه دوران د اسلام د علمی او فقهی توانمنيو يو سېمبول دے چې پكښې په مختلفو څانګو كښې اسلامی علومو پراختيا پېدا كړه.
هغۀ وويل: له قران شريف څخه د مختلفو علومو استخراج او د علومو د كميت او كېفيت پراختيا د امام جعفر صادق (ع) د ژوند په دوران كښې رامنځته شوه، په همدې دليل مونږ په دې لټه كښې يو چې له دغه دوران څه د مسلمانو محصيلينو او پوهنتونيانو لپاره نمونه واخېستل شی او دا پېغام هغوی ته وركړې شی چې قران شريف يوازې د قرائت او حفظ لپاره يو كتاب نۀ دے بلكې دا چارې له قران شريف څخه د ټولو اړتيا د راوېستلو لپاره د كار شروع ده.
حجت الاسلام تقوی څرګنده كړه: د امام جعفر صادق (ع) د درس كلاسونه به يوازې له شيعه مسلمانانو سره مخصوص نۀ وو بلكې د ټولو اسلامی فرقو كسانو په دغو كلاسونو كښې ګډون كوۀ او د سنی مكاتبو تقريباً ټول مشران او علماء د امام جعفر صادق (ع) له شاګردانو څخه ګڼل كیږی، چې دا موضوع د ټولو اسلامی فرقو ترمېنځ د اشتراك ذريعه او د مسلمانانو د وحدت عامل ګڼل كیږی.
د اېكنا خبری اېجنسۍ عامل مدير د دغو سياليو د كوربا په توګه د تبريز د ښار د انتخاب په باره كښې وويل: د تبريز ښار د كلتوری مخينې په تېره بيا په علميه حوزو كښې او د علامه طباطبائی په شان د مفسرانو او عالمانو د شتون په وجه د ولايتونو ترمېنځ يو خاص مقام لری همدارنګ د دې ولايت خلق له قران شريف او پاكو اهلبېتو (ع) سره د زړۀ له تله مينه لری .
هغۀ له نجف اشرف څخه د سياليو د دې دورې د كورباتوب د بدلون په باره كښې وويل:طبيعی خبره ده چې كله نجف اشرف ښار د اسلامی نړۍ د كلتوری پائېتخت په توګه وټاكل شو نو زياتره ستر كلتوری پروګرامونه وټاكل شوه د دغه ښار په كورباتوب سره جوړ شی، لكه څنګه چې د دغو سياليو وړومبنۍ دروه هم د ايران په كلتوری پائېتخت اصفهان ښار كښې جوړه شوه.
حجت الاسلام تقوی زياته كړه د دغو سياليو د پلاننګ او اجرائی چلند له تېرې ليندۍ له مياشت نه شروع شو او دنجف اشرف كورباتوب په نظر كښې ونيولے شو، خو له دې وروسته چې د نجف اشرف د كلتوری پاېتخت اعلان تر پوښتنې لاندې راغے او دا موضوع د عراق د حكومت لخوا لغوشوه پ عملی توګه ټول هغه ظرفيتونه چې كولې شول په نجف اشرف كښې په اجرائی چاروكښې رامنځته شی وځنډېدل.
د مسلمانو محصيلينو د قران شريف د نړيوالو سياليو د څلورمې دورې سكتر له هغو مسئولانو څخه د قدرونې په ترڅ كښې چې د دغو سياليو د تېرو دورو په جوړولو كښې یې كردار ادا كړ څرګنده كړه: دلته پكار دی د ښاغليو، رحيم خاكی، عيسی عليزاده، مرتضی رضائی زاده، خادم القرآن عباس سليمی ، حسن بيادی، د قران شريف د عالی شورا د مشر علی سرابی په شان د دغو سياليو د تېرو دورو په جوړولو كښې كردار ادا كوونكو څخه تشكر وكړم.
هغۀ په پاې كښې وويل: د مسلمانو محصيلينو د قران شريف نړيوالې سيالۍ د يووالی په سيوری كښې د وحدت او حركت سېمبول دے او هيله كیږی چې په دغه دوره كښې به له هغولويو ظرفيتونو څخه چې برابر شوی دی د علومو په قرانی والی، د قران شريف په محوريت باندې د علم په توليد، د سافټ وئير په غورځنګ، استحكام او په جدی ملاتړكښې د جدی حركتونو په لړ كښې استفاده وشی چې په لويدیځی علومو باندې له ملاتړنې څخه خلاصے ومومو او علوم د قران كريم او اسلامی تعليماتو په محوريت باندې بڼه ونيسی.
1005872