IQNA

په عراق كښې د اسلامی وحدت د تقويت د لارو چارو څېړنه

23:31 - May 20, 2012
د خبر لمبر: 2330221
نړيواله ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د رېډيو او ټيلی ويژن مشر عزت الله ضرغامی پرون د غوئی د مياشتې په دېرشمه نېټه په عراق كښې د شيعه مسلمانانو له مرجع ايت الله العظمی سيستانی سره كتنه او خبرې اترې وكړې او د اسلامی يووالی لارې چارې یې وڅېړلې.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د ايران د اسلامی جمهوريت د رېډيو او ټيلی ويژن مشر عزت الله ضرغامی پرون د غوئی د مياشتې په دېرشمه نېټه په عراق كښې د شيعه مسلمانانو له مرجع ايت الله العظمی سيستانی سره كتنه او خبرې اترې وكړې او د اسلامی تعليماتو د لازيات نشرولو او اسلامی يووالی د تقويت لارې چارې وڅېړلې.
عزت الله ضرغامی په دغه كتنه كښې د ايران د ټيلی ويژنی او رېډيوئی چېنلونوچې پروګرامونه یې د هېواد په دننه او بهر كښې خپرېږی د فعاليت څه رنګوالے آيت الله العظمی سيستانی ته بيان كړ
ايت الله العظمی سيستانی هم له دغې كتنې څخه دخوښۍ په څرګندولو سره په رېډيو او ټيلی ويژن كښې د كاركوونكو ا و د رسنيو فعالانو لپاره د كاميابۍ دعا وكړه.
په عراق كښې د شيعه مسلمانانو مرجع زياته كړه: لويدیځې زهرجنې رسنې اسلام دښمنه دی او د مسلمانو ملتونو ترمېنځ د تفرقې اچونې لپاره كوششونه كوی. چې د ايران رېډيو او ټيلی ويژن په دې زمينه كښې يو درنه ذمه واری په غاړه لری.
1011956
captcha