د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې د پاكستان په لاهور كښې د ايران د اسلامی جمهوريت له كلتوری مركز سره وابسته ډاكټر عباس فاموری (( په اسلام كښې د ښځې حقوقی مقام او په ټولنه كښې د هغې كردار)) تر عنوان لاندې يو سيمينار كښې چې د حضرت فاطمه زهرا (س) د ولادت د ورځو په مناسبت سهر د دغه ښار په اواری هوټل كښې وشو د امام خمينی (رح) لخوا د ښځې د ورځې په توګه د غې مباركې ورځې د نوم اېښودنې هدف په ټولنه كښې د بی بی فاطمه زهرا (س) د سيرت او ثقافت ترويج او په تېره بيا د يوې فداكارې اوژمنې مور او مېرمنې په توګه د هغې پاكې بی بی له بركت نه د ډك ژوند د مختلفو اړخونه بيانول دی.
هغۀ زياته كړه د ايران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت ايت الله العظمی خامنه ای هم د مسلمانو ښځو لپاره د دې ورځې نمانځل ځان د تقوا، پاك لمنۍ، پوهې، مېړانې او ټينګتيا په زيورو سره سنبالول بولی او باوری دے چې د مسلمانې ښځې د نړيوالې دندې په نسبت د معرفت له زياتېدو سره سره د بچو صحيح تربيت او د كورنۍ مركز ته اهميت وركول پكار دی د ښځو د ژوند د پروګرام په سر كښې وګرځی.
1012083