IQNA

په ((آيووا)) صوبه كښې غېر مسلمانانو ته د اسلام د معرفۍ د طرحې اجرا

23:29 - May 20, 2012
د خبر لمبر: 2330224
نړيواله ډله: د امريكې د ((آيووا)) ښار جومات غېر مسلمانانو ته د اسلام د معرفی كولو په هدف سره د هرې هفتې د جمعې په ورځ خپل ورونه د دغه ښار اوسېدونكو ته پرانيزی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «ajib» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: دغه طرح په آيووا ښار كښې مېشته د تازه مسلمان شوی ((ماركوس اسپی)) لخوا د دغه ښار د جومات چارواكو ته وړاندې كړې شوې ده او مسئولانو هم له دغې طرحې څخه هركلے كړے دے.
همدارنګ د خلاصو ورونو د ورځې د نمانځلو په ترڅ كښې د آيووا ښار مسلمان عالمان د پرله پسې غونډو په جوړولو سره د ښاريزو لپاره د اسلام اصول بيانوی او دغه طرح له ابتداء نه تر اوسه پورې د دغه ښار د اوسېدونكو له زيات هركلی سره مخامخه شوې ده.
د دغه ښار مسلمانان اميد لری چې د دغه ښار اوسېدونكو ته د اسلام په لازيات معرفی كولو سره په امريكا كښې له اسلام څخه د ويرونې د ښكارندې له رواجېدو څخه مخنيوے وكړی او د مسلمانانو او غېرمسلمو ترمېنځ سوله ايز ګډ ژوند ته وده وركړی.
1012059
captcha