د نون خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د كربلا د سياحتی هوټلونو او ريستورانونو د تنظيم رئيس محمدصادق الهر په كربلا كښې د ټورازم د صنعت او د عمرانی پروژو د پام وړ پرمختګ ته په پام سره د عراق له مسئولو اداراو او د سياحت له وزارت نه وغوښتل چې دغه ښار په ٢٠١٥ كال كښې د دينی او اسلامی سياحت د پلازمينې په توګه وټاكی.
محمدصادق الهر په دوام كښې زياته كړه: د كربلا ځائی مسؤلانو او د ايران د اسلامی جمهوريت چارواكو په دغه ښار كښې د ايرانی زيارت كونكو د شمير د زياتولو په موخه يو پريكړه ليك لاس ليك كړے دے.
دوی څرګنده كړه: د كربلا ښار د هوټلونو له نظره په عراق كښې وړومبۍ رتبه لری او تقريبا ٤٠٠ هوټلونه پكښې موجود دی چې له هغو څخه ٣٠٠ هوټلونه په رسمی مجوز سره كار كوی. 1012074