IQNA

عربستان به د اساسی بدلولونو په څپه كښې راګير شی

17:09 - May 21, 2012
د خبر لمبر: 2330962
بين المللی ډله: په عربستان كښې (امت) نومی اسلامی ګوند د يمن د انقلاب پرخلاف د امريكې سره د ملګرتيا په هكله واكمن رژيم ته په خبرداری سره ټينګار وكړ: د اساسی بدلولونو څپه به سعودی عربستان په بر كښې ونيسی.
د العالم چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د حزب اسلامی د عالی هيئت غړی شيخ محمدبن سعدآل مفرح ووئيل: سعودی رژيم د يمن او د دغه هيواد د سوله ايز انقلاب پرخلاف د امريكې سره په يو سنګر كښې ولاړ دے او په دې اقدام سره ئې د عربستان ولس كوم چې د يمن د خلكو پرخلاف د ظلم سره مخالف دے، لانجې ته رابللے دے.
شيخ محمدبن سعد زياته كړه: د يمن د ولس پرخلاف د سعودی رژيم غيرمسئولانه او غيراخلاقی اقدامات د دې بيانونكی دی چې د عربستان ولس د يمن د خلكو د انقلاب حمايت كوی.
دوی څرګنده كړه: د يمن خلك پكار دی د سعودی او امريكائی دسيسې له داخليدو څخه خبردار واوسی ځكه چې د دغې توطئې هدف د يمن د ثبات د حفاظت په پلمه په آزادۍ كښې د هغوی د حق مصادره كول دی.
په عربستان كښې د حزب اسلامی امت د عالی هيئت غړی ټينګار وكړ: د دښمن سره ملګری كيدل د منلو نه دی، سعودی رژيم دې پوه شی چې د امريكې حكومت په سيمه كښې له خپلو ټولو مزدورانو لاس اخيستے دے او له سراسری سياسی بدلولونو څخه د دغه رژيم فاصله زياته نه ده. 1012027
captcha