د «Central Asia Online»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه اسلامی جبهه به د پاكستان د مختلفو سياسی او مذهبی ډلو ترمينځ د فرقه ايزو اختلافاتو د ختمولو په موخه جوړه شی.
د اسلامی جبهې جوړيدل نن د (مسلمانانو وحدت او اسلامی پيوستون) په عنوان سره په يو كانفرنس كښې چې په پاكستان كښې ترسره كیږی، په رسمی توګه اعلانیږی او د هغې اهداف او پروګرامونه به تشريح شی.
د مسلمانانو وحدت او اسلامی پيوستون نومې كانفرنس د دغه هيواد د شيعه مسلمانانو په شمول د مختلفو دينی ډلو د مشرانو او علماؤ په ګډون سره جوړیږی.
د پاكستان د جماعت اسلامی ګوند پخوانی مشر قاضی حسين احمد اعلان وكړ: دغه نوے ائتلاف به د نويو وړانديزونو او د پاكستان د اسلامی آئیډيالوجۍ د شوری (كومه چې د پاكستان په دولت كښې د اسلامی قوانينو د وضع كولو ترټولو اوچت مركز دے) د طرحو او پلانونو د اجرا په لار كښې كار وكړی. 1012002