IQNA

د مصر د انتخاباتو نتيجه چې هر څه وی خو د اسرائيلو د خوښې وړ نۀ ده

22:33 - May 21, 2012
د خبر لمبر: 2331092
نړيواله ډله: مصر په دې ورځو ښكې د خپل تاريخ د ډېرو ډېموكرېټكو انتخاباتو په درشل كښې يو لړ خاص حالات تجربه كوی او دا به د تل ابيب لپاره يو لوے تاوان وی.
د مصر د ولسمشرۍ انتخابات په داسې حال كښې خپلو وروستيو پړاوونو ته نزدې كیږی چې حالات په انتخاباتو كښې د اسلام پالو د كاميابۍ او د دغه هېواد په بهرنی سياست كښې د بنيادی بيانوونكی دی. د مېنځنی ختیځ د مسائلو كارپېژاندی مرتضی ميری د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د مصر د انتخاباتو او له انتخاباتو نه پس د صهيونېسټ رژيم د حالت په موضوع خبرې وكړې.
هغۀ په دغه مركه كښې وويل: مصر په دې ورځو ښكې د خپل تاريخ د ډېرو ډېموكرېټكو انتخاباتو په درشل كښې يو لړ خاص حالات تجربه كوی هم د دغه هېواد خلق او هم سياسی ځواكونه په ډېرې بې صبرۍ سره د د دغه انتخاباتو په انتظاركښې دی چې د دغو انتخاباتو د جوړېدو او د نتيجې څه رنګوالے به په راتلونكو نزديو وختونو كښې معلو شی او په همدې وجه دا واقعه په دنيا كښې د سږ كال يوه ترټولو مهمه واقعه ګڼلې شو اوپكار دی ووايو چې ټولې دنيا مصر او د دغه هېواد د انتخاباتو بدلونونو ته نيولې دی.
مرتضی څرګنده كړه: كه څه هم په دغو انتخاباتو كښې ديارلس كسان د ولسمشرۍ د انتخاباتو كېنډېټان دی خو اصل مقابله د دوو كسانو يعنې د اخوان المسلمين د محمد مرسی او د وهابيانو او سلفيانو تر ملاتړ لاندې د عبدالمنعم ابوالفتوح ترمېنځ ده. له دې مخكښې دا اټكل كېده چې عمرو موسی به هم ښۀ راې ترلاسه كړی خو د مصر د پارلېمانی انتخاباتو نتائجو وښودله چې لېبرل كسانو ته لا عوامی ملاتړ نۀ دے حاصل. له دې امله چې د مصر د انقلاب په ډګر كښې اخوان المسلمين فعال رول لرلے دے او همدارنګ د دغه هېواد د پارلېمانی انتخاباتو او همدارنګ له مصر نه بهر د ولسمشرۍ د وروستيو انتخاباتو نتائجو هم د اخوان المسلمين او د دغه غورځنګ تر حمايت لاندې د محمد مرسی د كاميابۍ ښودنه وكړه چې د مصر په د ولسمشرۍ په انتخاباتو كښې هم د دغه غورځنګ د كاميابۍ چانس ډېر دے.
دغه كارپېژاندی د يوې پوښتنې په ځواب كښې ويل: كه د مصر د ولسمشرۍ د انخاباتو نتائج هر څنګه وی او هر څوك كه په دغو انتخاباتو كښې كامياب شو خو دا خبره په يقين سره كولې شو چې مصر د ډېكټېټرۍ له حالاتو نه وتلے او د ډېموكرېسۍ په ډګر كښې یې ګام اېښودے دے. البته دا د كاملې كاميابۍ په معنا نه ده او د مصر راتلونكے حكومت يو لړ لوړې ژورې مخې ته لری. البته د اخوان المسلمين د نامزد كس كاميابی دغه لوړې ژورې او مشكلات تر يو حده پورې اسانولې شی او د محمد مرسی كاميابی به په دې لړ كښې يو مثبت قدم ثابت شی په دې شرط كه اخوان المسلمين صحيح سياستونه غوره او اجرا كړې شی.
مرتضی ميری په اخېر كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې تاكيد وكړ چې د مصر د انتخاباتو نتيجه چې هر څه هم وی خو د اسرائيلو په ګټه به نۀ وی چې دا به د تل ابيب لپاره يو لوے تاوان وی.
1011495
captcha