د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Arab News» ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: ليكوال، متفكر او د اسلامی تاريخ پروفېسر اروېنګ د امريكې او كېنېډا په ټولنو كښې يو اشنا نوم دے.
هغۀ په ننۍ او روانې امريكائی انګرېزۍ باندې د قران شريف وړومبنۍ ترججه په ١٩٨٥ كښې خپره كړه. دغه ترجمه په تېره بيا د امريكې د شمال د مسلمانو ځوانانو لپاره د يوې زياتې خوندورې او د پوهې وړ ترجمې په هدف سره ترسره شوه.
اروېنګ له امريكائی انګرېزۍ ژبې نه علاوه په عربۍ او اسپانيائی ژبو باندې هم تسلط لرۀ. هغه د ١٩٥٠كال په وړومبنيو وختونو كښې او په ٣٥ كلنۍ كښې د كېنېډا په ټورنټو ښار كښې اسلام قبول كړ. اېروېنګ د خپل اسلام قبلولو داستان داسې بيانوی: ((زما يادیږی چې يو دينی مبلغ له هند څخه له ستنېدو نه پس ما ته د دې لپاره چې مسلمانان تر څومره اندازې په دين باندې په عمل او وفادارۍ كښې ثابت قدمه دی تعريف كوۀ. دا له اسلام سره زما وړومبنۍ مخامخېدنه وه چې په غېر ارادی توګه یې په اعتقاد كښې د دغې ټينګتيا په هكله زما د ستائنې حس راوپاروۀ او زۀ یې له مسلمانانو سره اشنائۍ ته لېواله كړم.))
اروېنګ باوری ؤ چې ټول انسانان د پېدائش له وخت نه مسلمانان وی، نو له دې امله به تل د ځان لپاره د اسلام د قبلولو له عبارت څخه په استفادې كولو ناراضه كېده. هغۀ په ١٩٩٢ كال كښې په يوه مركه كښې وويل: ((ما د تازه مسلمان شوی په نامې سره مه يادوئ ځكه چې دا د دين د بدلولو په معنا ده، په داسې حال كښې چې زۀ له ابتداء نه مسلمان وم او يم او يوازې د ژوند په يوه مرحله كښې په دې باندې پوه شوم چې زۀ مسلمان يم.))
كه څه هم اېروېنګ خپل زيات عمر په امريكا كښې تېر كړ خو د خپل ژوند وړومبنی كلونه یې په كېنېډا كښې تېر كړ او هم هلته یې د اسلام قبول كړ او د دغه هېواد د مسلمانې ټولنې په يو فعال غړی باندې بدل شو.
هغۀ د اسلام په باره كښې يو لړ كتابونه هم وليكل او خپارۀ كړل. په اسلام كښې وده كول، د قران شريف ابتدائی تعليمات، تۀ يو مسلمان پېدا شوے یې، دين او اجتماعی ذمه واری، د اسلام لوړې ژورې او د اسلام جوهر د هغۀ له تاليفاتو څخه دی. او همدارنګ وړومبنے كس دے چې په امريكائی انګرېزۍ ژبه یې قران شريف ترجمه او خپور كړ. اروېنګ د ٢٠٠٢ كال د ستمبر په ٢٤ نېټه په ٧٦ كلنۍ كښې وفات شو او د امريكې په مسيسيپی كښې خاور ته وسپارلے شو.
1009274