د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د اسلامی اصولو د لوړتيا په لړ كښې په يوه غونډه كښې د قران رېډيو د ډائرېكټر محمد حسېن محمد زاده په موجودګۍ كښې په ١٣٩١ روان هجری نمريز كال كښې د قران رېډيو پراخ پروګرامونه او پلانونه تشريح كیږی.
په دغه غونډه كښې دقران رېډيو ډائرېكټر او د دغه رېډيوئی چېنل نور ډائرېكټران به د پروګرامونو تفصيل، په ٩١ كال كښې د قران رېډيو تګ لاره، د اوړی خصوصی پروګرامونه، خاص پروګرامونه او پراخ او ملی پلانونه چې په راتلونكو وختونو كښې به اجرا كیږی موضوعاتو باندې وېناګانې وكړی.
د ويلو ده چې دغه غونډه به د مختلفو خبری رسنيوپه شتون سره له ماسپښن يوې نمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې د تهران د اسلامی انقلاب نومې سړك- د بزرګمهر نومې سړك ٨٥ پلاك او اېكنا د خبری اېجنسۍ د غونډو په هال كښې جوړیږی.
1012154