د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د ايران د جنوب لويدیځ خوزستان ولايت د ماهشهر په بندر كښې د دريوو سترو پټروكيميلكل پروژو د پرانيستلو په دستورو كښې د خرمشهر د آزادۍ كليزې ته اشاره وكړه او ویې ويل درسته مادی اوشيطانی نړۍ يوځای شوی څو د ايران د ملت مقاومت مات كړی ، هغه ملت چې غوښتل یې په خپل ايمان ، كلتور او اعتقاداتو سره خپلواكه او د قدر وړ وی ، خپل ځان اداره كړی او نورو ته لاس ونه ونيسی.
د اسلامی ايران ولسمشر وويل د شيطانانو درست سياسی، اقتصادی، تبليغاتی او پوځی قدرتونه يوځای شوی څو د ايران ملت ته ماتې وركړی، خو د ايران ملت په خدای په توكل سره ودريده او په الهی لورينو سره یې ټولو ته ماتې وركړه.
احمدی نژاد د خرمشهر آزادی د د درستو ارزښتونو او د عالم د شيطانانو د درستو قدرتونو فتح وبلله او ویې ولی دغه پیښه يوه معجزه وه چې امام خمينی (رح) یې په اړه وفرمايل خرمشهر خدای آزاد كړ،يعنی درست الهی نيتونه او انسانان خدای ته هيله وكړه او الله تعالی د ايران له ملت سره مرسته وكړه.
نوموړی وويل هر كال په ايران كښې د پټروكيميل توليدات له ۲۵ مليونه ټنو څخه اوس ۵۴ نيم مليون ټنو ته رسيدلی او دوه برابره شوی دی.
1013268