بين المللی ډله: د سيمې له بدلولونو او نوی سنبالښت او له نړيوالو تغييراتو څخه د آل خليفه او آل سعود ويرې د دغو دوو جنايتكارو رژيمونو په زړونو كښې يو ډول ويره او ترهه اچولې ده او همداكار سبب شوے چې آل سعود او آل خليفه د عربستان سره د وړوكی هيواد بحرين د الحاق په فكر كښې شی چې دغه كار په حقيقت كښې يوډول نيواكګری ده.
د بحرين سياسی فعال او د آل خليفه د رژيم يو مخالف او همداراز (د بحرين د پايدارۍ او د انقلاب د حمايت د ملی طرحې) غږملونكی محمد كاظم الشهابی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: د عربستان سره د بحرين د يوځائې كيدو طرحه چې له هر اړخه وڅیړو، ناشونې ده او د الحاق موضوع حتی له جغرافيائی نظره هم څه منطقی كار نه دے، ځكه چې بحرين د عربستان په وړاندې چې يوه جزيره ورته وئيلې شو، ډير وړوكے دے، البته په دې لړ كښې يو شمير نور تفاوتونه هم وجود لری چې پكار دی هغو ته پاملرنه وشی.
دوی زياته كړه: د سيمې له بدلولونو او نوی سنبالښت او له نړيوالو تغييراتو څخه د آل خليفه او آل سعود ويرې د دغو دوو جنايتكارو رژيمونو په زړونو كښې يو ډول ويره او ترهه اچولې ده او همداكار سبب شوے چې آل سعود او آل خليفه د عربستان سره د وړوكی هيواد بحرين د الحاق په فكر كښې شی چې دغه كار په حقيقت كښې يوډول نيواكګری ده.
محمدكاظم الشهابی زياته كړه: له لاسه د حكومت د وركولو او د آل خليفه د ګټو او موقعيت په خطر كښې د غورځيدو حس سبب شوے چې هغوی د عربستان سره د بحرين د يوځائې كولو طرحه او پلان مطرح كړی او په حقيقت كښې د هغو دغه اقدام (نيواك) دے نه (الحاق). 1012987