د «Press TV»ټی وی چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه سروے كښې ٥٨ فيصده ګډون كونكی باوری دی چې د مسلمانانو سره د هالينډ د حكومت او خلكو كړچار د نورو دينونو د منونكو مهاجرانو په نسبت له تبيض نه ډك دے.
په دغه سروے يا نظر سنجۍ كښې ګډون كونكو ٢ فيصده خلكو د دا شان تبعيض له شتون څخه خپله بې خبری او ٤٠ فيصده خلكو هم د مسلمانانو سره د هالينډ د حكومت او خلكو برخورد عادلانه وباله.
د هالينډ د مسلمانانو ټولنه زياتره د مراكش او تركیې له كاركونكو څخه تشكيله شوې ده چې په قانونی طريقه دغه اروپائی هيواد تللی دی.
بهرنی كسان په عامه توګه په هالينډ كښې د ٥ كلنې استوګنې نه پس د دغه هيواد تابيعيت ترلاسه كوی او په ځائې انتخاباتو كښې د ګډون كولو له حقه برخوریږی. 1013079