IQNA

د روس د اسلامی پوهنتون مستند فېلم جوړیږی

20:57 - May 22, 2012
د خبر لمبر: 2331956
د كلتور او هنر ډله: د تاتارستان په پائېتخت قازان ښار كښې د روس له اسلامی پوهنتون څخه د ملېشيا د ټيلی ويژن د يو پلاوی په كتنه كښې وټاكل شوه چې د ملېشيا د ټيلی ويژنی ډلې لخوا د روس د اسلامی پوهنتون يو مستند فېلم جوړیږی.
د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې دغې ټيلی ويژنی ډلې وويل: دغه مستند فېلم به د روژې په مباركه مياشت كښې د ملېشيا له ټيلی ويژنی چېنل څخه خپریږی.
په دغه كتنه كښې د ملېشيا ټيلی ويژنی ډلې د پوهنتون له مشر مارات ګيلمان اف او د دغه پوهنتون له مسئولانو څخه له رمضان خرم شين او عبدالله شانګارايف سره ملاقات وكړ.
د پوهنتون چارواكو او استاذانو په دغه كتنه كښې مېلمانۀ د پوهنتون د شروع كېدو له تاريخ ، فعاليت ، محصيلينو او د تدريس له چلند سره اشنا كړل.
ملېشيائی مېلمنو په دغه كتنه كښې د دغه اسلامی پوهنتون له خارجی محصيلينو سره هم كتنه وكړه او د دغه پوهنتون كتابتون، د كمپيوټری زدكړې كوټې او د وېناګانو هالونه له نزدې څخه وليدل.
1013069
captcha