IQNA

په برازيل كښې د اسلامی موسسو مخ په زياتېدو پراختيا

23:15 - May 22, 2012
د خبر لمبر: 2332020
د قرانی فعاليتونو ډله: د برازيل د اسلامی ملی اتحاد مشر جمال پاشا په اسلام ورځ نومې سيمينار كښې چې د غوئی د مياشتې په ٢٨ نېټه وشو، وويل: د برازيل په دننه كښې د اسلامی موسسو او تنظيمونو شمېر څه د پاسه ١١٥ اسلامی موسسو ته ورسېدلے دے.
د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د سيمې د څانګې د رپوټ له مخې په دغه سيمينار كښې چې د اسلامی چارو د شورا او د اسلامی ملی اتحاد په ملګرتيا سره جوړ شو مهمو مسلمانو شخصيتونو او ځای چارواكو د اسلام په حقله وېناګانې وكړې.
جمال پاشا وويل: په برازيل كښې د اسلام مبين دين په ډېر چټكتيا سره د پراختيا په حال كښې دے او ډېر خلق د اسلامی مبين دين ته جذب شوی دی.
هغۀ زياته كړه: دينی مبلغان چې په پرتګالی ژبه له خلقو سره خبرې كولې شی د اسلام د مبين دين په معرفی كولو يو مهم رول لری.
د برازيل د اسلامی چارو د مجلس سېكتر شېخ خالد تقی الدين علی وويل.په برازيل كښې اسلام د دغه هېواد په تشكيلاتو كښې مهمه برخه او تاثير او همدارنګ د برازيل په ترقۍ او پرمختګ كښې یې زياته ونډه لرلې ده.
هغۀ زياته كړه د اسلام د دين احترام د هغو ټولو اسمانی دينونو احترام دے چې د دنيا د خلقو لپاره یې توحيد او سوله په ډالۍ كښې راوړی دی.
هغۀ په اخېر كښې وويل: په برازيل كښې د اسلامی موسسو اتحادیې په دې ورځ د اسلام دمعرفی كولو لپاره په پرتګالی ژبه ځينې كتابونه هم چاپ كړل او د خلقو ترمېنځ یې ویړيا ووېشل.
1013367

captcha