IQNA

ماسكو د مسلمانو ښځو د نړيوال كانفرنس كوربا

23:17 - May 22, 2012
د خبر لمبر: 2332024
د فكر او علم ډله: د روسیې د مسلمانانو په چارو باندې د غور د دينی ادرې د اطلاع رسونې كمېټۍ د غبرګولی د مياشتې په شپږمه نېټه د خالی په ورځ په ماسكو كښې د نړۍ د مسلمانو ښځو د نړيوال كانفير له جوړېدو څخه خبر وركړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې دغه غونډه چې د ((الوسطيه)) مركز چې په روس كښې د زدكړې او يو علمی مركز دے او همدارنګ د دغه هېواد د مسلمانو ښځو د تنظيم او د«womansoul.ru» نومې وېبپاڼې په همت سره به په ریټزكارلټون هوټل كښې جوړه شی.
د روس د مسلمانانو په چارو باندې د غور د دينی ادارې د اطلاع رسونې كمېټۍ زياته كړه: ټول مينه وال كولې شی په دغې غونډه كښې ګډون وكړی او بلل شوی وېناوال به له مسلمانو ښځو سره د متعلقو مسائلو په باره كښې وېناګانې وكړی.
د ويلو ده چې د دغې غونډې بلنليك د alshabah@wasatiya.ru ليك له لارې يا +7 (906) 7194363 ټيلفون شمېرې له لارې حاصلېدې شی.
1012999
captcha