IQNA

د اماراتی كورنيو ترمېنځ د قرانی نسخو وېش

23:17 - May 22, 2012
د خبر لمبر: 2332027
نړيواله ډله: د دوبۍ ښاروالۍ په يو نېك اقدام كښې د دغه هېواد د ډلو، تنظيمونو او ادارو له پخوانيو قرانونو څخه څلور سوه قرانی نسخې د هېواد په دننه او بهر كښې له كم درامد لرونكو كورنيو ترمېنځ د وېشلو د مقصد لپاره راغونډې كړی دی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Emirate 24» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ د دوبۍ ښاروالۍ په يو نېك اقدام كښې د دغه هېواد د ډلو، تنظيمونو او ادارو له پخوانيو قرانونو څخه څلور سوه قرانی نسخې د هېواد په دننه او بهر كښې له كم درامد لرونكو كورنيو ترمېنځ د وېشلو د مقصد لپاره راغونډې كړی دی.
د دغې ادارې يو چارواكی هاشم الاودحی وويل: د قران شريف دغه نسخې د ځينو ډلو په ذريعې سره د هغوی په خوښه راغونډولې شی او پخوانۍ او نوې نسخې په بر كښې نيس. د ښار په سطح هم د داسې نېك كار په ترسره كولو خوښی څرګنده كړې شوې ده.
هغۀ زياته كړه: په دې حقله له بېت الخېر انجمن سره نزدې همكارۍ لرو دغه انجمن د دغو نسخو په وېشلو كښې له مونږ سره مرسته كوی. په دې ټولګه كښې كسان په خپله خوښه فعاليت كوی.
1012979
captcha