د ايران قرانی خبری اېجنسۍ د «onIslam» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: تازه ائېرلېنډی تازه مسلمانې بتول التوم د برطانیې د ټيلی ويژن په ((اسلام او ژوند)) نومې پروګرام كښې له رمضان طارق سره په مركه كښې وويل: د اسلام سادګی، اصالت او قوانين د اسلام مبين دين ته د لويدیځوالو د راوړېدو او د هغو مشكلاتو د زغملو له دلائلو څخه دی چې د نورو لخوا ورسره مخامخ كیږی، ځكه چې اسلام د حيات او ژوندانۀ سرچينه دے او يوازېنے دين دے چې زمانی او مكانی محدوديت ورته لار نه لری او د عمر له لحاظه له ټولو ډلو سره سمون خوری.
هغه چې له هغو كسانو څخه ده چې د اسلام مبين دين یې قبول كړے دے دغې پوښتنې ته په ځواب كښې كوم دلائل اسلام ته د لويدیځ د غېرمسلمانو د راوړېدو سبب شوی دی، وويل: اسلام ته د لويدیځوالو دلائل مختلف دی له دغو څخه يو دليل له يو مسلمان سره د غېر مسلمان وادۀ كېدې شی چې په نتيجه كښې هغه غېر مسلمان كس د اسلام دين قبلوی. كه څه هم امكان لری په ابتداء كښې دا سې په نظر راشی چې دا ډول اسلام ته راوړېدل ارزښتناك و نۀ ګڼل شی، خو زما په عقيده د دا ډول كسان د الهی حكمت په بنياد په دې لاره كښې راغلی دی او خداے پاك دے چې مطلق عالم دے، چې اكثر همدغه مسئله د يو لوے بدلون لپاره يو اغاز وی.
د برطانیې د اسلامی بنياد د موسسې دغې ډائرېكټرې په دوام كښې وويل: زياترې غېرمسلمانې ښځې دی چې له مسلمانو سړيو سره د واده لپاره یې د اسلام د قبلولو د نۀ لازموالی باوجود دې كار ته خاصه ګروهنه ښودلې ده او او په دې زمينه كښې د نورو لپاره بېلګې وې او دی.
هغې زياته كړه د نننۍ نړۍ مشكلات او ناارامۍ د دې سبب شوې دی چې زياتره غېر مسلمانان د دهشتګردۍ، سولې، له نورو خلقو سره د سوله ايز ګډ ژوند كولو او داسې نورو موضوعاتو په شان مفاهيمو په اړه د اسلام د نظر څېړنه وكړی. په زړۀ پورې ده چې هغه نتيجی ترلاسه كیږی تل د هغوی لپاره حېرانوونكې وی او دی او هغه له سولې او ارامښت نه بغېر بل څه څيز نۀ دے.
هغې په اخېر كښې وويل: خداے پاك خپله د جهالت پردې لرې كوی او مونږ سمې لارې ته لارښوونه كوی،خداے پاك هر څوك چې وغواړی نېغې لارې ته یې هدايت كوی. نو په دې بنياد پكار دی تل دې موضوع ته پاملرنه وكړو چې د نورو په اړه په سادګۍ سره فېصله ونكړو.
1013859