IQNA

د معظم رهبر فتوا د اېټمی بې وسلې كولو لپاره يو ستر ظرفيت دے

22:00 - May 23, 2012
د خبر لمبر: 2332840
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب د معظم رهبر نمائنده او د ايران د ملی امنيت د عالی شورا عمومی سېكتر د اېټمی انرجۍ د نړيوالې اېجنسۍ له عمومی سېكتر سره په كتنه كښې تاكيد وكړ د معظم رهبر فتوا د اېټمی بې وسلې كولو لپاره يو ستر ظرفيت دے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Press TV» په نقل سره رپوټ وركړ: د ايران د ملی امنيت د عالی شورا عمومی سېكتر سعيد جليلی په دې كتنه كښې چې د غبرګولی د مياشتې په وړومبۍ نېټه ترسره شوه دې ته په اشارې سره چې اېجنسی پكار دی يوه نړيواله اداره وی چې غړی یې د خپلو حقوقو د حاصلولو لپاره ورته مراجعه كوی تاكيد وكړ: ايران د دغې اېجنسۍ د غړيو د حقوقو او ذمه واريو په زمينه كښې فعاله تګ لاره لرلې ده او د اېجنسۍ د مقام له ودې سره مرستې اماده دے.
هغۀ د غړيو له حقوقو څخه دفاع د دغې اېجنسۍ د مقام د اوچتېدو سبب وبلله. او وې ويل په عراق كښې د امريكې له دروغو دعوو سره د اېجنسۍ مخالفت د اېجنسۍ د مقام د ودې سبب شو د دې سبب شو چې اېجنسی د امريكې د واكمنانو په رسوائۍ كښې شريك نۀ شی.
هغۀ د اېټمی بې وسلې كولو لپاره د اسلامی انقلاب معظم رهبر د فتوې ستر ظرفيت ته په اشارې سره څرګنده كړه: د معظم رهبر فتوا د اېټمی بې وسلې كولو لپاره يو ستر ظرفيت دے
د اېټمی انرجۍ د نړيوالې اېجنسۍ عمومی سېكتر يوكيا امانو هم په دې كتنه كښې د سائېنس او ټېكنالوجۍ په مختلفو ډګرونو كښې د ايران د ستائېنې وړ پرمختګونو او تمدنی مخينې ته په اشارې سره له اېجنسۍ سره په همكارۍ كښې د ايران مثبتې او رغوونكې تګ لارې هركلے وكړ او هيله یې څرګنده كړه چې چې په مستقبل كښې د اېجنسۍ د هدفونو د پوره كولو لپاره د ايران د اسلامی جمهوريت له ظرفيتونو او توانمنيو څخه له مخكښې نه زياته استفاده وشی.
1013761
captcha