د «The News Tribe»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: نجاه قاسم بالقاسم، يمينه بينگوی او قادر عريف په تيرو شلو كالو كښې د فرانسې د كیڼ اړخ د ولسمشر په وړومبۍ كابينه كښې درې مسلمان غړی دی.
٣٤ كلن بالقاسم چې مراكشی نژاد دے، په نوې كابينه كښې د ښځو د حقوقو وزارت ترلاسه كړے دے. دے چې په انتخاباتی تبليغاتو كښې فرانسوا اولانډ سلاكار وو، په حاضر حال كښې د ښځو د حقوقو د وزارت نه علاوه د فرانسې د كابينې د رسمی وياندوی مسؤليت هم په غاړه لری.
الجزايری نژاد يمينه بينگوی، د كابينې دويم مسلمان وزير دے چې په فرانسه كښې له هيواده په بهر كښې د استوګنو فرانسويانو د چارو مسؤليت په غاړه لری.
او يو بل الجزايری نژاد قادر عريف هم د فرانسې د كابينې يو بل مسلمان غړے دے چې د فرانسې د كورناستو يا د ریټائرډ سرتيرو د چارو د وزارت مشری ورپه برخه شوې ده. 1013789