د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «jam3.org» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ:
آر. ټی . بی په اېټلی كښې يو ځای سټيلائیټ چينل دے چې د غوئی د مياشتې له ٢٢ نېټې څخه په لويدیځو ټولنوپه تېر بياپه اېټلی كښېد اسلام د كردار په باره كښې ((د روم له وطن څخه)) ترعنوان لاندې په يورپ كښې و وړومبنی اسلامی ټيلی ويژنی پروګرام په توګه شروع شوے دے.
دغه ټيلی ويژنی پروګرام په غرب كښې د اسلام په باره ښكې وړومبنے مستند دے چې چې ((من بلاد الرومان)) يعنې ((د روم له وطن څخه)) نوم لری او وړومبۍ برخه ښې په عربی ژبه له دغه چېنل څخه خپره شوه.
د دغه پروګرام مسئول شېخ ابو عمار السودانی د دغه پروګرام په باره كښې وويل: له دغه پروګرام څخه زمونږ هدف په عربی نړۍ كښې د جوړ كړې شويو پروګرامونو چې همدا اوس له عربی چېنلونو څخه خپریږی تقليدنۀ دے بلكې مونږ غواړو چې په لويدیځو ټولنو په تېره بيا په اېټلی كښې د اسلام د كردار په اړه وغږېږو.
هغۀ زياته كړه په دغه پروګرام كښې په لويدیځو ټولنو كښې د اجتماعی، ثقافتی او دينی لحاظه د اسلام د رول په اړه بحث كوو او همدارنګ كوشش كوو چې خلكو د اسلام حقيقت په ګوته كړو او په ورځنی ژوند كښې د اسلام د مبين دين اصول او عقائد تطبيق كړو.
هغۀ په اخېر كښې وويل: د روم له وطن څخه دغه پروګرام د هاټ برډ سټيلائیټ څحه خپریږی او د نړۍ تقريباُ ٨٨ فيصده سيمو كښې ليدل كېدې شی.
1014857