د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «PRWeb» د اطلاع رسونې سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: دغه كتاب د قران شريف او په دغه اسمانی كتاب كښې د حضرت ابراهيم (ع) د پېژندګلو لپاره يو لارښود دے چې د مدينې د يو مسلمان اوسېدونكی فاروق الحسينی لخوا تاليف شوے دے.
دغه كتاب په مهمه توګه د دوو ډلو لپاره تاليف شوے دے. يو هغه مسلمانان چې د خپل دين په حقله مكمل معلومات نه لری او بل هغه غېر مسلم كسان چې غواړی د اسلام په حقله لازيات معلومات حاصل كړی.
اسلام او كعبه كتاب په ساده ، مسقيم او معلومات وركوونكی نثر سره د اسلام په حقله يوه بشپړه نظريه خلقو ته منتقلوی.
1014195