IQNA

په يمن كښې د وروستيو چاودونو په حقله د بهرنيو چارو د وزارت د وياند څرګندونې

22:22 - May 24, 2012
د خبر لمبر: 2333242
سياسی ډله: د بهرنيو چارو د وزارت وياند په يمن كښې خونړۍ چاودنې چې د سلګونو تنو د وژل كېدو او ژوبلېدو سبب شوې وغندلې؟
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د بهرنيو چارو د وزارت د عمومی اطلاعاتو او نشرياتو د ادارې په نقل سره رپوټ وركړ. د بهرنيو چارو د وزارت وياند رامين مهمان پرست څرګنده كړه: له بده مرغه دغه له خشونت او تشدد نه ډك اعمال په داسې وخت كښې رامنځته شول چې د دغه هېواد خلقو ځانونه د يمن د وحدت له كليزې څخه هركلی ته تيارول.
هغۀ هيله څرګنده كړه چې د ولسی مدنی او خپلواكو ادارو په تقويت سره د يمن حالات ارامه او دغه هېواد ته ارامښت او قراری بېرته راشی.
مهمان پرست همدارنګ څرګنده كړه: د ايران اسلامی جمهوريت تل د يمن د خلكو ترڅنګه شتون لرلے او د دغه هېواد د ثبات، امنيت، وحدت او خپلواكۍ ملاتړے دے. او اميد لرو چې په يمن كښې به حالت داسې شی چې د خلقو ټولې پرګنې او سياسی ډلې به د خپل هېواد د مستقبل په ټاكلو كښې مشاركت ولری او تاثير ولری.
1014843
captcha