IQNA

ايت الله خاتمی: اوس نور د ۵+۱ ډلی نوبت دی،چې باورجوړونه وكړی

16:07 - May 25, 2012
د خبر لمبر: 2333578
سياسی او ټولنيزه ډله:د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله سيداحمدی خاتمی وويل له اتومی حقوقو په دفاع كې د ايران سياست منطقی دی او د ايران ملت دسوله ايزې اټومی ټكنالوژۍ درلودل خپل روا حق بولی او په دې زمينه كښې د خپل حق د ترلاسه كولو لپاره هڅې كوی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت الله خاتمی وويل چې د ايران ملت هیڅكله له اټومی ټكنالوژۍ په سوله ايزه استفاده كښې له خپل حق څخه نه تيریږی هغه زياته كړه چې د ايران لخوا د يورانيمو د پخولو د ځنډولو په بدل كښې د ايران د اتومی سونګو د تامين په باب له تهران سره دری كاله مخكې د لويدیځ د ژمنو نه پوره كيدو ته اشاره وكړه او ویې ويل ايران د لويدیځوالو لخوا ددغه ژمنې له نه پوره كيدو ورسته ، دخپلو كورنيو اتومی متخصصينو په مټ وتوانيده د اړتياوړ يورانيم پاخه كړی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب وويل د رهبرۍ د ستر مقام د فتوا له مخې په ايران كښې د اټومی وسلو توليدول حرام دی ، او تهران د خپلو اټومی فعاليتونو د سوله ايز ماهيت د اثبات لپاره ، تل د اټومی انرژۍ د نړيوال آژانس پلټونكو ته اجازه وركړی ده ، د دغه هيواد له اټومی تاسيساتو كتنه وكړه او دغه څارونكوهم داسی كوم سند اومدرك نه دی ترلاسه كړی چې دا ثابته كړی چې دغه فعاليتونه غير سوله ايز دی .
آيت الله خاتمی وويل اوس د ۵+۱ ډلی نوبت دی چې باورجوړونه وكړی او ثابته كړی چې له ايران سره په خبرو اتروكښې د نړيوال استكبار او صهيونيزم دسياستونو په اجرا پسې نه ده .
نوموړی دمصر د ولسمشرۍ ټاكنو ته اشاره وكړه او ویې ويل د مصر با بصيرته ملت له ۳۰ كلونو وروسته فرصت ترلاسه كړی د رايو صندوقونو ته ولاړ شی او خپل برخليك وټاكی او هيله من يو داسی كس ولسمشر شی چې اسلامی او اخلاقی اصولو ته پايبنده وی آو د مصر د پرمختګ لپاره ګامونه پورته كړی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب په اذربايجان جمهوريت كښې د اسلام پرضد د سياستونو دوام ته اشاره وكړه او ددغه هيواد واكوالانو ته یې سپارښتنه وكړه ددغو سياستونو له دوامه ډډه وكړی او كه نه د آذبايجان جمهوريت خلك به یې ډير زر نسكور كړی .
آيت الله خاتمی له عربستان سره د بحرين يوځای كيدل د بحرين له ملت سره ستر خيانت وباله او ویې ويل د بحرين میړنې خلك به هیڅكله چاته دا اجازه ورنكړی چې هيواد یې ولوټی او د استعماری او زورواكه سياستونو په وړاندې به دریږی څو بريالی شی .
1016158

captcha