د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د حزب الله د عمومی سېكتر مرستيال شېخ نعيم قاسم لبنانی وكيلانو سره په كتنه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: د ٢٠٠٠ كال د مۍ له مياشتې څخه د كاميابيو دروان د لبنان له خاورې څخه د صهيونېسټو ځواكونو له وتلو سره په يو وخت شروع شو.
هغۀ زياته كړه مونږ نن مطمئن يو چې كه اسرائيلو زمونږ په خلاف جنګ شروع كړی او پكښې خپلې ټولې پرمختللې وسلې او امكانات وكاروی نو مونږ به په دغه جنګ كښې كامياب شو او كه صهيونېسټ رژيم كه په دې خبره باور نۀ كوی نو بې شكه امتحان دې وكړی.
قاسم د سوریې په باره كښې وويل: د سوریې اوسنے كړكېچ امريكې او لويدیځو حكومتونو راپېدا كړے دے او هغوی د داسې يو كړكېچ له لارې غواړی د سوریې مقاوم نظام بدل كړی.
هغۀ څرګنده كړه: امريكا او لويدیځوال فكر كوی چې په سوریې كښې د واكمن نظام په بدلولو سره كولې شی په لبنان كښې د اسلامی مقاومت غورځنګ ته زيان ورسوی او قوت یې كم كړی چې په دې طريقې سره له صهيونېسټ رژيم سره مرسته وكړی خو مونږ ته پكار دی اجازه ورنكړو چې هغوی خپل دغه هدف ته ورسی.
1016067