د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «heiw.org.pk» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: دغه غونډه د زدكړې د اسلامی علمی او كلتور ی تنظيم (آېسسكو)، د پاكستان د سائېنس او ټېكنالوجۍ د وزارت او د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو د اتحادیې په ملګرتيا سره د پاكستان د اطلاعاتو د ټېكنالوجۍ د موسسې په همت سره جوړیږیږ
((په اسلامی نړۍ كښې لوړې زدكړې: خنډونه اوفرصتونه)) نومې دغه دوه ورځنۍ غونډه په د اسلامی همكارۍ د تنظيم د غړيو هېوادونو د عالی زدكړو د پوهنتونونو او موسسو له درې سوو نه د زياتو مشرانو، مرستيالانو او مسئولانو په ګډون سر ه جوړه شی.
په اسلامی نړۍ كښې د لوړو زدكړو د محصيلينو، پوهنتونونو او موسسو ترمېنځ د ارتباطی چېنلونو جوړول، د اسلامی نړۍ د هيوادونو د زدكړې د پوهنتونونو ترمېنځ د محصيلينو او استاذانو تبادله او د زدكړو د ادارو د پراختيا لپاره د مجازی مركزونو جوړول د دغې غونډې د جوړېدو له اهدافو څخه دی.
1014041