د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې د قران شريف د حفظ سيالۍ د پنځوسو تنو تائيلينډی برترو حافظانو په ګډون سره د قران شريف د زدكړې د خېريه موسسې او د حفظ د نړيوالې كمېټۍ په همت سره چوړې شوې.
دغه سيالۍ د يالا د ښاروالۍ، د تائيلېنډ د مسلمانانو د مركزی كمېټۍ او د دغه هېواد د اسلامی چارو د مسئولانو په ملاتړ سره جوړې شوې.
د سياليو د دغې دورې ګډون كوونكو د قران شريف د ټول حفظ، د شلو پارو، لسو پارو ، پينځو پارو او يوې پارې د حفظ په څانګو كښې له يو بل سره مقابله وكړه چې په اخېره كښې برتركسان معرفی شول.
1015528