IQNA

17:19 - May 26, 2012
د خبر لمبر: 2334456

عربستان په مصر كې د اسلام پالو قدرت ته په رسيدا اندیښمن دی

نړيواله ډله: د عربستان ديكتاتور رژيم هڅه كوی څو په هره ممكنه بڼه د مصر د ولسمشرۍ په انتخاباتو كې د اسلام پالو كانديدانو قدرت ته د رسيدا مخه ونيسی.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری چينل یې نقلوی چې دعربستان خارجه وزير سعود الفيصل په قاهرې كې د دغه هيواد سفارت ته په يوه ليك كې ويلی دی په مصر كې دې داسلام پالو قدرت ته درسيدو مخه ونيسی
په عين حال كې دمصر داهرم خپرونې دنړيوالو برخې مسئول اسامه الدليل دمصر دولسمشرۍ په انتخاباتو كې د ځينو بهرنيو هيوادونو په تيره بيا دامريكا ،عربستان ،قطر دسپيرو لاسوهنو خبر وركړی دی .دا په داسې حال كې دی چې دمصر دانتخاباتو لوړ كميشن نن دمصر دولسمشرۍ د انتخاباتو درايو دشميرلو په پای سره ددغو انتخاباتو رسمی نتيجې اعلانوی
دمصر دولسمشرۍ دانتخاباتو د لوړكميشن منشی حاتم بجاتو ويلی دی كانديدان د رايو دشمير لو له وخت څخه تر ۴۸ ساعتونو پورې په اعلان شويو نتيجو خپل اعتراضونه دغه كميشن ته وړاندې كولی شی
1017017

captcha