IQNA

د امريكې مسلمانان له اسلام څخه له ويرونې سره د مقابلې لپاره راغونډیږی

23:08 - May 26, 2012
د خبر لمبر: 2334512
نړيواله ډله: د امريكې د كنټېكټ صوبې مسلمانان د دينی مسامح د پراختيا او له اسلام ويرونې سره د مقابلې لپاره نن د غبرګولی د مياشتې په ٦ نېټه راغونډیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «courant» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ:د امريكې د شمال د مسلمانانو د انجمن (ICNA) په همت سره يوه غونډه خلقو ته د اسلام د مبين ديندمعرفی او زده كولو له لارې د دغه دين په حقله د عمومی پوهې د زياتولو او دغه اسمانی دين په اړه د غلطو تصوراتو د ختمولو په هدف سره د درې ورځو لپاره د كنټېكټ د سيمينارونو په مركز كښې جوړیږی.
((له دينی ازادۍ څخه دفاع او د اسلامی شريعت درك)) د دغې غونډې عنوان دے چې اټكل كیږی چې د پينځو زرو تنو په ګډون سره به جوړه شی. د امريكې د مسلمانانو د انجمن د عمومی روابطو مرستيال نعيم بېګ وويل: دغه غونډه به د دلچسپی لرونكو مسلمانانو او غېر مسلمانانو كوربا وی.
هغۀ زياته كړه مونږ پكار دی له اسلام څخه د ويرونې له پراختيا سره مقابله وكړو او له نېكه مرغه تاريخ ښودنه كوی چې په امريكا كښې خلك له دا ډول مسائلو سره په مقابله ظاهراً كامياب شوی دی.
د زدكړو د وركشاپونو جوړول، د دينونو ترمېنځ خبرې اترې، ثقافتی او كلتوری بازار او اسلامی تفريحات له هغو پروګرامونو څخه دی چې د دغې غونډې په ترڅ كښې به جوړیږی.
1016602
captcha