د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړد بحرېن مختلفې سيمې پرون د بحرېن له رژيم څخه د امريكې د وسله ايز ملاتړ سره په مخالفت كښې د احتجاجی مظاهرو ډګرونه وو چې امنيتی ځواكونو د احتجاج كوونكو په ځپلو لاس پورې كړ.
همدارنګ بحرينی انقلابيانو د بحرېن د رژيم لخوا د ښځو د نيولو په دوام باندې په اعتراض كښې ځينې اصلی سړكونه وتړل.
په همدې لړ كښې د بحرېن د شيعه مسلمانانو مشر شېخ عيسی قاسم وويل: كړكېچ به يوازې د خلقو غوښتنو ته د واكمنانو په غاړه اېښودو سره خاتمه ومومی.
بحرېن له تېر يو كال نه تراوسه پورې د خلقو د احتجاجونو او انقلاب ډګر دے چې دغه احتجاجونه د سعودی غاصبو ځواكونو په ملګرتيا د بحرېن د رژيم له پراخې ځپنې سره مخامخ شوی دی.
1016740