IQNA

له اسلامه ويرول، د استعمار نوې شكل دے

18:59 - May 27, 2012
د خبر لمبر: 2335396
بين المللی ډله: له اسلام څخه ويرول د اسلام او مسلمانانو پرخلاف د امريكې او د هغې د صهيونسیټو انډيوالانو له خوا د (سياسی استعمار) او د (آئیډيالوجيك جنګ) يو ډول دے.
د پريس ټی وی له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ايرانی تكړه ليكوال او د مينځنی ختیځ د مسائلو ماهر ډاكټراسماعيل سلامی په يوه مقاله كښې وليكل: له اسلامه ويرونه د اسلام او مسلمانانو پرخلاف د سياسی استعمار او د آئیډيالوجيكې جګړې يو شكل دے.
سلامی په دغه مقاله كښې راوړی دی: دا يوه خطرناكه طريقه ده چې واشنګټن او د هغه انډيوالان ورڅخه د مسلمانانو د ونیې لپاره د خپلې تندې د توجيه كولو، په اسلامی هيوادونو باندې خپلې پوځی لشكركشۍ ته د مشروعيت د بخښلو او د هغو د بې شميره سرچينو د لوټلو لپاره استفاده كوی.
د سياسی مسائلو دغه شناندی په تيره مارچ مياشت كښې د امريكائې پوځيانو په ډزو كښې د افغان ملكی خلكو وژل كيدو ته په اشارې سره چې په دغو ډزو كښې د ٩ ماشومانو په شمول ١٨ تنه چې ويدۀ وو، ووژل شول او همداراز له دغې پیښې نه مخكښې د قرآن مجيد د يوشمير نسخو د حرمت د سپكاوی يادونه كړې او ليكی: څرګنده ده چې د امريكې دولت د مسلمانانو د ټولنې د كمزوری كولو په ارادې سره د اسلام پرخلاف يوه پراخه مقابله پيل كړې ده.
ډاكټر سلامی همداراز څرګنده كړه: د واشنګټن د سيسټمیټكې اسلام ځپنې جرړه پكار دی د ٢٠٠١ كال د ستمبر د ١١ په خونړيو حملو او دغې پیښې ته د امريكې د دولت په آئیډيالوجيك غبرګون كښې ولټوو.
دغه سياسی كارپوه زياتوی: د اسلام پرخلاف جنګ په حقيقت كښې په ٢٠٠١ كال كښې ټيك هغه وخت پيل شو كله چې د امريكې پخوانی جمهوررئيس جارج ډبليو بش خپله د تش په نامه ترهګرۍ خلاف د صليبی جنګ احمقانه تيوری مطرح كړه. 1016629

captcha