د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Telegraph» ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: د برطانیې د ښوونې او روزنې وزير مايكل ګوو چې په پرائمری او هائی سكولونو كښې د انجيل د نسخو د خپرولو حامی دے له بی بی سی رېډيو سره په مركه كې د دې پوښتنې په ځواب كښې چې ايا په سكولونو كښې د قران په شان د نورو مهمو كتابونو له وېشل كېدو سره به موافقت وكړی وويل: كه د سكولو پرنسپلان او مديران په دې باره كښې خپلې درخواستونه وړاندې كړی نو هركلے به وشی او د تعليم وزارت چمتوالے لری چې د برطانیې سكولونه د مسلمانانو په مقدس كتاب سره سنبال كړی.
ګوو وويل: مونږ غواړو چې سكولونه د قران او نورو مقدسو متنونو په شان تاريخی كتابونو ته لاس رسائی ولری.
تر اوسه پورې ٢٤ انيجيلونه د برطانیې په سكولونو كښې وېشل شوی دی چې دا كار د مخيرو كسانو په همكارۍ سره د تعليم د وزارت لخوا ترسره شوے دے.
1017502