د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د سعودی عربستان چاپ ((عكاظ)) نومې ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: دغه سيمينار چې د مكې مكرمې د امير خالد الفېصل په څارنې او د سعودی عرب له دننه اوبهر څخه د حج او عمرې سره د اړوندو بحثونو د څېړونكو او كارپېژاندو په ګډون سره د ام القری پوهنتونو د ملك عبدالعزيز نوم هال كښې پرون جوړ شوے ؤ نن خپل كار پاې ته ورسوۀ.
د بېت الحرام له پراختيا سره د اړوند مسائل، ابادونه او د حاجيانو تګ راتګ او سلامتيا، د حج په ورځو كښې د حاجيانو د ګڼې ګوڼې په كنټرولولو كښې د مسئولو ډلو كردار، د حج په ورځو كښې د ژوند چاپېريال، روغتيا او د بيماريو كنټرول او د حج د چارواكو او حاجيانو ترمېنځ د تعلق په مضبوطولو كښې د رسنيو (مېډيا) او اګاه كولو رول د دغه سيمينار له مهمو محورونو څخه وو. چې څېړونكو او وېناوالو په دې اړه وېناګانې وكړې او د مختلفې اړوند چارې وڅېړلې شوې.
په دغه سيمينار كښې په امنيتی برخو كښې د جغرافيائی اطلاع رسونې د سېسټم د مضبوطولو اهميت هم وڅېړلې شو او په دې زمينه كښې د سعودی عرب اقدامات بيان شول او په اخېر كښې د مكې مكرمې د ام القری پوهنتون د مدير لخوا ګډون كوونكو ته تحفې او ډالۍ وركړې شوې.
1017397