IQNA

د بحرين د پاچا ښځې په هيواد كښې د دينی آزادۍ ادعا وكړه

23:39 - May 27, 2012
د خبر لمبر: 2335479
بين المللی ډله: د بحرين د پاچا ښځې نن په فرانسه كښې د دينی آزادۍ په موضوع سره په يو كانفرنس كښې ادعا وكړه: د بحرين ټول خلك د دينی مناسكو په ترسره كولو كښې آزاد دی.
د بحرين چاپ الوسط ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بحرين د پاچا ميرمن سبيكه بنت ابراهيم د دغه كانفرنس د پرانستې په مراسمو كښې ادعا وكړه: بحرين د مختلفو دينونو او مذهبونو ترمينځ د ګډ ژوند تيرولو ټاټوبې او په دينی آزادۍ كښې يو مثال دے.
سبيكه بنت ابراهيم د خپلو غولونكو څرګندونو په دوام كښې زياته كړه: مسلمان، عيسايان، هندو يا يهودی بحرينيان په دې هيواد كښې كوې شی خپلو خپلو عبادت ځايونو ته لاړ شی، مونږ د بحرينی په توګه په دغې آزادۍ باندې پرخپلې پايبندۍ وياړ كوو.
د بحرين د پاچا ميرمنې په داسې حال كښې دغه خدونكې څرګندونې په ژبه راوړې دی چې شيعه مسلمانان په دغه هيواد كښې د اكثريت په توګه، د خپلو دينی مناسكو په ترسره كولو كښې د زياتو محدوديتونو سره مخامخ دی او په دغه هيواد كښې د هغوی مسجدونه او ماتم خانې په مختلفو بهانو ويجاړیږی. 1017703
captcha