د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د يورپی څانګې د رپورټ له مخې: د دغه ښوونځی د اتمې تحصيلی دورې د پائې ته رسيدو په مناسبت د قرآن كريم د قرائت مقابلې د دغې مدرسې د زده كونكو او د يوشمير مينه والو په ګډون سره ترسره شوې.
د دغه ولايت د جامع مسجد امام جماعت او خطيب رديفالله گينداولين»(Radifulla Gindulin) د روسیې د يوشمير مسلمانو خبريالانو سره په خبرو كښې په دې هكله ووئيل: د قرآن په دغو نوموړو مقابلو كښې له ٤ كالو نه تر د ٧٥ كالو پورې عمر لرونكو مينه والو ګډون او د يوبل سره سيالی او مقابله وكړه.
همداراز د قرآن كريم د قرائت د مقابلو نه علاوه، د ماشومانو او ځوانانو زده كونكو او ګډون كونكو ترمينځ په صحيح طريقه د لمونځ د ادا كولو امتحان هم ترسره شو او په پائې كښې د قرآنی مقابلو د دغې دورې غوره شويو كسانو ته يو شمير انعامونه وركړې شول. 1017758