IQNA

په مصر كښې د قران د چاپ او نشر د نوی قانون د څېړنې غونډه

21:22 - May 28, 2012
د خبر لمبر: 2336345
نړيواله ډله: د مصر د چاپ او بسته بندۍ د صنائتو د كوټې د اداری شورا په دغه هېواد كښې د شېخ الازهر په شتون سره د قران شريف د چاپ او نشر د نوی قانون د څېړنې او جانوې لپاره د يوې غونډې له جوړېدو څخه خبر وركړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مصر چاپ ((اليوم السابع)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: د مصر د چاپ او بسته بندۍ د صنائعو د مركز د اداری شورا د له احمد الطيب ، شېخ الازهر سره په كتنه د قران شريف د چاپ او نشر د نوی قانون د څېړنې لپاره د دغه مركز په دريو غړيو، د مصر د خپرندويه اتحادیې په دريو غړيو او د قران شريف د چاپخانو په دريو تنو مسئولينو باندې مشتمل د يو پلاوی له تشكيلولو سره خپل موافقت اعلان وكړ.
په دغه كتنه كښې د قران شريف د چاپ او نشر نوے قانون چې پكښې د قران شريف د تحريف او بې له اجازې نه د وحی د كلام د چاپ د عاملانو د سزا زياته شوې ده، چېړنه او جاجونه وشی.
د مصر د چاپ او بسته بندۍ د صنائعو مركز تاكيد وكړ: په دغه غونډه كښې به د ((تحريف)) د كلمې د يو كامل او مشخص تعريف په وړاندې كولو او همدارنګ له اشتباۀ نه بغېر د قرانونو د وړاندې كولو په هدف سره د قران چاپخانو ته د لازمی اسانتياو په وړاندې كولو باندې تاكيد وشی.
1016945
captcha