IQNA

د اسلامی بېدارۍ بنيادی عناصر د امام خمينی (رح) له افكارو څخه متاثره دی

21:20 - May 28, 2012
د خبر لمبر: 2336348
سياسی ډله: په نړيوالو چارو كښې د اتم پارلېمان د مشر سلاكار د امام خمينی (رح) په افكارو كښې د اسلامی بېدارۍ مقام ته په اشارې سره وويل: ولسوالی توب، الهی توب، خپلواكی غوښتنه، د استكبار او استبداد مخالف والے په دغو بدلونونو او حركتونو كښې څرګند دی چې همدغه عناصر د اسلامی انقلاب په بنياد اېښودو كښې د امام خمينی (رح) بنياد او اساس دے.
د اسلامی شورا د جرګې د مشر نړيوال سلاكار حسېن شېخ الاسلام د اسلامی انقلاب د ارواښاد ستر رهبر حضرت امام خمينی (رح) د رحلت د كليزې په درشل كښې د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د امام خمينی (رح) په افكارو كښې د اسلامی بېدارۍ په حقله وويل: د انقلاب د راوستلو لپاره د امام (رح) روش او طريقه له هغوی نه له مخكښېنيو طريقو او ورشونو سهر يو بنيادی فرق لری. مثلاً د روس په بلشويكی انقلاب ، د چين په انقلاب ، د الجزاېر په انقلاب، د كيوبا په انقلاب او د فرانس په انقلاب كښې يو ازادی بخښونكے فو ځ د انقلاب محور ؤ چې يو شمېر پوهانو به ټرېنګ كوۀ چې د نمونې په توګه په روس كښې د تزارو ځواكونو په مقابل كښې د مزدورانو فوځ او په چين كښې د حكومتی ځواكونو په مقابل كښې د دهقانانو او كسانانو فوځ وغېر جنګېدۀ او انقلاب د يوې ډلې په محوريت سره بڼه نيسی او كاميابیږی.
خو د انقلاب په راوستلو كښې د امام روش له دوو زاويو څخه له تېرو انقلابونو سره فرق لری. اول دا چې د امام اصلی تكيه په خلكو او په ډګر كښې د هغوی په پراخه شتون باندې ده او بل ټكے د انقلابی بدلون لپاره په خلقو كښې د الهی انګېزې پوكل او د قربت الی الله د نيت مضبوطول دی چې همدا چاره د كار په ابتداء كښې په خلقو كښې په عظمت او لوړيتا سره تمامیږی او كله چې دغه خلق په ميليونی شمېر كښې ډګر ته راووتل نو بيا همدغه وخت كښې چې نور نو توپې، ټېنكونه، مشين ګنونه وغېر څه اثر نۀ كوی.
شېخ الاسلام زياته كړه په اوسنۍ اسلامی بېدارۍ كښې هم ترټولو مهمه مسئله په ډګر كښې د خلقو شتون دے بدلون د ټولو خلقو په ذريعې سره ترسره كیږی نۀ د يوې خاصې ډلې په ذريعې سره. هغه څيز چې د مصر په التحرير مېدان او تيونس او نورو سيمو كښې ليدل كیږی همدغه پراخه ولسی شتون دے.
هغۀ په اخېر كښې زياته كړه زما مقصد دا نۀ د چې د اسلامی بېدارۍ په بدلونونو كښې د خلقو حركت سل په سلو كښې د ايران د اسلامی انقلاب په شان دے ځكه چې هغوی خپل تهذيب او تمدن او تاريخ لری او د هغو په بنياد مخ په وړاندې ځی. خو دغه مهم عناصر يعنې ولسوالی توب، الهی توب، خپلواكی غوښتنه، د استكبار او استبداد مخالف والے په دغو بدلونونو او حركتونو كښې څرګند دی چې همدغه عناصر د اسلامی انقلاب په بنياد اېښودو كښې د امام خمينی (رح) بنياد او اساس دے.
1017503
captcha