((خپلواكی له اصلاحاتو نه بغېر امكان پذيره نۀ ده)) دا له برطانیې څخه د دغه هېواد د خپلواكۍ په كليزه كښې د اردنيانو د نعرې ترجېع بندؤ.
د اردن خلقو په هغه احتجاجی لاريون كښې چې د دغه هېواد د خپلواكۍ د كليزې په موقع د دا ډول نعرو په وهلو سره په خپل هېواد كښې د پراخو اصلاحاتو د ترسره كولو غوښتونكی شول.
هغوی د دې په بيانولو سره چې د خلقو جېبونه سره كرښه ده د دغه هېواد د وزيراعظم ((الطراونه)) د حكومت د اقتصادی رياضت په سياستون باندې اعتراض وكړ. دغه احتجاجی مظاهرې د رياضتی پلانونو د اجرا لپاره حكومت ته د پارلېمان د اعتماد راې له وركولو نه يوه ورځ پس وشوې. اردن د مېنځنی ختیځ د سيمې له هغو هېوادونو څخه دے چې د پراخه مالی فساد او خورد برد په وجه یې د درې ميليارډ ډالرو بجټی كمښت لرلے دے.
حكومت خبردارے وركړے دے چې د بجټ دغه كمښت په داسې صورت كښې چې د رياضتی پلانونو له لارې پوره نۀ شی د كال تر اخېره پورې به ٢٤٠٦ ميليارډ ډالرو ته ورسی. او په داسې صورت ښكې به تور مستقبل د دغه هېواد په برخه شی، خو خلق باوری دی چې حكومت په ځاے د دې چې د دا ډول پلانونه اجر كړ ی چې قيمت د خلقو له جېبونو څخه ادا شی پكار دی د دغه هېواد د شاهزادګانو د مالی فساد په خلاف او سياسی نظام كښې بنيادی اصلاحات په خپله اېجنډا كښې راولی.
څو ورځې مخكښې د اخوان المسلمين فراملی څانګې اسلامی عمل محاذ په يوې بيانيه كښې په دغه هېواد كښې د اصلاحاتو د چلند له اودرولو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره د واكمن ګوند د نظام په سياست باندې نيوكه وكړه او له فقر او بېكارۍ سره د حكومت نۀ چټكه اقدام یې د دغه هېواد لپاره د خطر يوه ستره ټالۍ وبلله.
په اردن كښې د سړكونو احتجاجونه په دغه هېواد كښې د واكمن نظام په خلاف د خلقو لخوا په ٢٠١١ كال كښې د اسلامی بېدارۍ د بهير له شروع كېدو څخه شروع شوی دی او داسې ښكاری چې كه د دغه هېواد حكومت د خلقو معيشتی مشكلات رفع نۀ كړل نو زيات احتمال شته چې دويم عبدالله به هم د صالح او مبارك په شان له خپلو سياسی هم مسلكو سره يوځاے شی.
1017589