د ((الطوارقه)) فوځی ډلې لخوا د مالی هېواد په شمال كښې د ازواد سمې د جدائۍ اعلان د دې سبب شو چې د اسلامی مسائلو د شناندو توجه دغه افريقائی هېواد ته زياته شی. د مالی حكومت په شپېتمه ميلادی لسيزه كښې له فرانس څخه له خپلواكۍ نه پس د جنرل ترائوره په مشرۍ د فوځی كودتا د درې لسيزو له حكمرانۍ وروسته او همدارنګ په ٩٠ لسيزه كښې د هغه په نسكورېدو پسې د الطوارقيانو لخو د جدائۍ او تقسيم خطر تل احساسېدو.
او د خطر دا احساس په وروستيو درې مياشتو كښې چې هر څومره د افريقا د سيمې د شناندو لپاره څرګند شو او د سكولر فوځی جمعيت بالاخره دانصارالدين فوځی ډلې سره چې د وهابيت مذهب ترويجوی په اتحاد سره وكړې شول له نيمې پېړۍ وروسته د مالی د شمالی برخې خودمختاری اعلان كړی. چې د دغو دواړو كاملا متصادو ډلو اتحاد د نړيوالو او سيمه ايزو شناندو او د داسلامی نړۍ د دينی مشرانو او ډلو حساسيت راپارولې دے.
داسې ښكاری چې سعودی عربستان او اسرائيل د اسلامی بېدارۍ په وړاندې په ګډې سټراټيجۍ ته رسېدلی او هغه په داسې سيمو كښې د نويو محاذونو خلاصول دی چې كولې شی وروستی بدلونونه تر تاثير لاندې راولی.
1018693