IQNA

د امام خمينی (رح) د رحلت د كليزې د نمانځلو مراسم په هاهبرګ ښار كښې ترسره كیږی

21:01 - May 28, 2012
د خبر لمبر: 2336356
بين المللی ډله: د حضرت امام خمينی رح د ملكوتی رحلت د كليزې په مناسبت د هامبرګ په اسلامی مركز كښې د نمانځنې مراسم ترسره كيدونكی دی.
د «izhamburg»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآن خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مراسم به د راروانې خالی يا شنبې په ورځ يعنې د روانې غبرګولی د مياشتې په ١٣ نیټه، د يوشمير مسلمانانو او مينه والو په شتون سره د مازدیګر له ٤ نه تر ٧ بجو پورې په دغه مركز كښې ترسره شی.
په همدې مناسبت به د انګلستان اسلامی مركز او د اهل بيت (ع) نړيوال تنظيم به هم د يكشنبې يا اتوار په ورځ يعنې د غبرګولی د مياشتې په ١٤ نیټه په لندن كښې د (امام خمينی (رح) په مشرۍ او رهبريت كښې غور او فكر) په نامه د يو كانفرنس كوربانه وی.
د امام خمينی (رح) د مشرۍ روده او طريقه، امام خمينی (رح) او د توحيدی دينونو اړيكې، امام او په ځوانانو، حكومت او خلكو باندې د هغوی اغيزه، له هغو موضوعاتو څخه دی چې په دغه كانفرنس كښې به وڅیړل شی. 1016431

captcha